Home » افغانستان » حنفي: بهرنيان دې افغان بزګرانو ته د بديل معشيت په برابرولو کې همکاري وکړي

حنفي: بهرنيان دې افغان بزګرانو ته د بديل معشيت په برابرولو کې همکاري وکړي

د رئيس‌الوزا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وايي، چې نړيوال او په ځانګړې توګه هغه هېوادونه دې افغان بزګرانو ته د بديل معيشت په برابرولو کې همکاري وکړي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې يې په افغانستان کې حضور درلود.

نوموړي دا څرګندونې نن چهارشنبه د (تلې په ۲۷مه) د کرنيزو محصولاتو ۲۷تم خزاني نندارتون ته د وينا پرمهال وکړې. حنفي زياته کړه، حکومت په يوازې تن نه شي کولی چې د نشه‌يي توکو د کښت صفر کولو په موخه بزګرانو ته بديل معشيت پروژې ورکړي او په خبره يې له همدې کبله بايد هغه هېوادونه چې تېرې دوې لسيزې يې په افغانستان کې حضور درلود، د همکارۍ لپاره لاسونه بډوهي.

حنفي وايي، دامهال امنيتي وضعيت ښه شوی او ترڅنګ يې په کور دننه د کرنې سکټور له پياوړتيا سره بهر ته د ځوانانو له تګ مخنيوی او د افغانستان اقتصادي وضعيت ښه‌والی ممکن دی.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې حکومت د کرنيزو محصولاتو د کيفيت لوړوالي او ترويج له لارې د بزګرانو ملاتړ او کرنې سکټور پياوړتيا ته ژمن دی

په همدې حال کې د رئيس‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر بيا پر سوداګرو او پانګوالو غږ وکړ، چې خپلې پانګې له بهر څخه افغانستان را ولېږدوي او په دې توګه د افغانستان اقتصادي وضعيت په ښه‌والي کې برخه واخلي.

نوموړي ياد نندارتون ته د وينا پرمهال زياته کړه، که څه هم په تېرو دوو لسيزو کې له افغانستان سره په هره برخه کې ډېرې مرستې وشوې، خو سربېره پر دې هم هېواد د خوراکي توکو د چمتوو کولو په برخه کې پر ځان بسيه نه شو.

برادر زياته کړه، چې يادې مرستې ولس ته د خېر رسولو پر ځای د محدودو کسانو جېبونو ته ولوېدې او له همدې کبله يې مؤثريت هم نه درلود.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...