د کورنیو چارو وزارت تاییدوي چې د بامیانو په مرکز کې د وسله والو په برید کې درې بهرني اتباع او یو افغان وژل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، عبدالمتین قانع په اېکس پاڼه دغه خبر تایید کړی او لیکلي یې دي چې د جمعې په ورځ د غویي په ۲۸مه په بامیانو کې پر عامو خلکو ډزې شوې دي.
د هغه په وينا، په دې ډزو کې څلور بهرني اتباع او درې افغانان ټپيان هم شوي دي.
قانع دا نه دي ویلي چې بهرنیان د کوم هیواد اتباع دي.
هغه ليکلي، چې د ا.ا امنیتي ځواکونو تر اوسه د دې قضيې په تړاو څلور شکمن کسان نيولي دي.
تر اوسه کوم چا یا کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
په ورته وخت کې ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې ناپېژاندو وسله والو د هالنډ هوټل مخې ته د بهرنيو اتباعو په ګډون اته تنه په ډزو وژلي دي.