Home » افغانستان » بامیانو کې د لاسي صنایعو بازار پرانيستل شو

بامیانو کې د لاسي صنایعو بازار پرانيستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د «پخوانی بامیان» په نامه د لاسي صنایعو بازار د یاد ولایت په مرکز کې پرانستل شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې بازار کې لمڅی، ګلیم، غالۍ، واسکټ، خامکي جامې او نور لاسي صنایع او سمه ییز تولیدات پلورل کېږي.

د بامیانو د صنعت او سوداګرۍ رییس، حافظ نورزی امین‌زاده، د دې بازار د پرانیستلو په غونډه کې ویلي چې دا ریاست هڅه کوي چې د بانګوالو، صنعت کارانو او متشبثینو لپاره د اړتیا وړ اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې شل ورځې وړاندې د بامیانو په مرکز کې د سوداګرو ښځو لپاره لومړنی سوداګریز بازار پانیستل شو.

لاسي صنايع په وروستيو کلونو کې د افغانانو لپاره د عايد تر ټولو ښه سرچینه بلل شوې او د راپورونو له مخې، افغاني غالۍ چې په نړۍ کې لوړ شهرت لري، د هېواد تر ټولو ستر لاسي صنايع بلل کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...