Home » اقتصادی » ای اېم اېف راضي شوی چې پاکستان ته څه د پاسه يو مېليارد ډالري پور ورکړي

ای اېم اېف راضي شوی چې پاکستان ته څه د پاسه يو مېليارد ډالري پور ورکړي

د پيسو نړيوال وجهي صندوق يا IMF پرون چهارشنبه د (چنګاښ په ۲۲مه) په يوه بيان کې خبر ورکړی، چې پاکستان ته د يوه اندازه پور په ورکولو راضي شوی دی.

نوموړي صندوق په دې اړه خپله اعلاميه کې ويلی، چې د پاکستان له حکومتي پلاوي سره د مذاکراتو په پايله کې دې هېواد ته د پور ورکړې يوه هوکړه شوې؛ خو زياته کړې يې ده چې دا هوکړه به د ای اېم اېف د مشرانو له لوري له تائيد وروسته د پلي کېدو وړ وي.

د هوکړې له مخې، په اوس کې به د پيسو نړيوال وجهي صندوق پاکستان ته ۱.۱۷۷ مېليارد ډالر پور ورکوي او دا پيسې به د اقتصادي وضعيت پر ښه‌والي لګوي. له دې اندازه پور سره د IMF له لوري پاکستان د ورکړل شوي پور اندازه ۴.۲ مېليارد ډالرو ته پورته شوه.

په هوکړه کې پاکستان ته شرط اېښودل شوی چې د نوموړي هېواد په اقتصاد کې به اساسي بدلون راولي د بې‌وزله وګړو د خونديتوب پلانونه به دوامداره کوي.

په دې هوکړه کې دا هم ويل شوي، چې پاکستان به د خپلو پيسو ارزښت د بازار تقاضا ته پرېږدي او په خپلسري توګه نه کولی چې د پيسو د ارزښت ټاکلو په اړه ګام پورته کړي.

له دې وړاندې د پاکستان ماليې وزير مفتاح اسماعېل رسنيو ته ويلي وو، چې پاکستان په سخت اقتصادي ناورين کې ګير دی او له همدې کبله ۴۲ مېليارد ډالرو پور ته په بېړنۍ توګه اړتيا لري.

نوموړي زياته کړې وه، چې د ياد پور ۲۱ مېليارډ ډالر به د اخيستل شوو پورونو په بېرته ستنولو او دغه راز د پورونو په سود کې بېرته ورکړل شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کونړ

کونړ کې راستانه شويو هېوادوالو ته پنډغالی پرانستل شو

د کار او ټولنیزو چارو ...