ایرګاشوف:افغانستان ته له نظامي لارو نه بلکې اقتصادي لارو ثبات راتللی شي امریکا او نړیوال باید په دې پوه شي چې د افغانستان ستونزه له نظامي لارو نه شي حل کېدلی.
په ازبکستان کې د یوه تحقیقاتي مرکز مشر بختیار ایرګاشوف په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي په سیمه کې اقتصادي تحرکات د ثبات د راتګ سبب کېدلی شي.
د نوموړي په خبره امریکا باید پوه شي چې دوو لسیزو نظامي عملیاتو یې افغانستان ته ثبات را نه وست او نه هم د نظامي لارو دوام د افغانستان په ګټه دی، نو ښه ده چې تمرکز پر اقتصادي وده او سوله وشي.
دده په خبره د افغانستان، ازبکستان او ایران ترمنځ د نوي رامنځ ته شوي ترانزیتي دهلیز پراختیا د ټولې سیمې په ګټه ده او دا به سوداګري پراخه کړي.
هغه هیله څرګنده کړې چې د مرکزي اسیا نور هېوادونه هم له دغه سوداګریز دهلیز سره یو ځای شي او په دې توګه د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت پراخې، امنې او ډاډمنې لارې رامنځ ته شي.
بختیار افغان سوله د سیمې په ګټه بللې ده او تمه یې ښودلې چې د سیمې هېوادونه په دې برخه کې خپلې همکارۍ و نه سپموي.