Home » افغانستان » ایران څه باندې زر افغان بندیان افغانستان ته سپارلي

ایران څه باندې زر افغان بندیان افغانستان ته سپارلي

ایران په تېر یوه کال کې له زرو ډېر هغه افغانان افغانستان ته سپارلي، چې د بېلابېلو جرمونو په تور په یاد هېواد کې بندیان وو.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په تهران کې د ا.ا سفیر، فضل محمد حقاني د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو له مرستیال، عسکر جلالیان سره کتلي دي.

  د راپورونو له مخې، عسکر جلالیان په دې کتنه کې ویلي چې په تېر یوه کال کې ۱۱۳۶ افغان بندیان افغانستان ته لېږدول شوي چې د بند پاتې موده په خپل هېواد کې تېره کړي.

د جلالیان په وینا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بنديانو د تبادلې او د مجرمينو د استرداد په برخه کې موافقه شوې ده.

  د ویلو ده چې تر دې وړاندې ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې وه چې په هر هېواد کې د افغان بندیانو د خلاصون لپاره کار وکړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

خوست کې وړیا روغتیايي کمپونه پرانیستل شول

د خوست عامې روغتیا ریاست، ...