د امريکا د خزانې وزارت پرون چهارشنبه اعلان کړی، په پام کې لري څو د افغانستان د کنګل کړای شوې شتمنۍ ۳.۵ مېليارد ډالر د Basel-based Bank for International Settlements (BIS) په نوم سويسي بانک ته ولېږدوي.
امريکايي چارواکو ويلي، چې دا پيسې به د طالبانو حکومت تر چتر لاندې د افغانستان بانک ته نه ورکول کېږي او نه به هم په کې سياسي مداخله کېږي، څو په خبره يې د پيسو د مينځلو مخنيوي په موخه خونديتوب نه وي اېجاد شوی او هغه هغه کسان چې د امريکا او ملګرو ملتونو د بنديزو په لېسټ کې دي، د افغانستان بانک له رهبرۍ لرې کړای شوي نه وي.
د چارواکو په خبره، څو چې دغه وضعه شوي شرطونه نه وي پر ځای شوي، نو د افغانستان بانک ته به د مرستې په توګه د پيسو لېږد ترسره نه شي.
د امريکايي چارواکو په حواله دا هم ويل شوي، چې د افغانستان بانک د کنګل کړای شوې شتمنۍ دا برخه په دې موخه د سويس يوه بانک ته لېږدول کېږي، چې په دې هېواد کې سقوط ته نږدې اقتصاد بېرته وژغورل شي.
له دې وړاندې د ترکيې دولتي ټلوېزيون TRT هم د ځينو امريکايي سرچينو په حواله ورته راپور خپور کړی و. په راپور کې ويل شوي وو، چې امريکا او طالبان سلا شوي څو د سويس يوه بانک ته د افغانستان د کنګل کړای شوې شتمنۍ د ۳.۵ مېليارد ډالرو په ارزښت برخه ولېږدول شي.
په راپور کې زياته شوې، چې دا پيسې د طالبانو په واک کې نه ورکول کېږي، بلکې ترې ګټه اخيستل به يې د يوه باصلاحيت پلاوي له لوري د چې له اقتصادي متخصصانو تشکيل شوی څارل کېږي.