Home » افغانستان » امريکا: د افغانيو نوو بانک نوټونو انتقال له طالبانو سره پر اړيکو مثبت اغېز نه لري

امريکا: د افغانيو نوو بانک نوټونو انتقال له طالبانو سره پر اړيکو مثبت اغېز نه لري

د امريکا متحده ايالات وايي، چې د افغانستان بانک ته يې له افغانانو سره د ښېګڼې په موخه د دې اجازه ورکړې، څو دې هېواد ته د افغانيو د نوو بانک نوټونو د لېږدولو په موخه پيسې انتقال کړي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس پرون سې‌شنبه د (لړم په ۳مه) خبريالانو ته ويلي، په افغانستان کې د افغانيو بانک نوټونه خورا زاړه شوي او د افغانانو د هوساينې په موخه امريکا د افغانستان بانک ته اجازه ورکړې، څو د يادو بانک نوټونو د لېږدولو په بدل کې پيسې نړيوالو بانکونو ته پيسې انتقال کړي.

نوموړي زياته کړې، که څه هم امريکا په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي؛ خو زياتوي چې دا کار د امريکا او طالبانو پر اړيکو مثبت اغېز نه لري.

نېډ پرايس زياته کړې، امريکا له خپلو متحدو هېوادونو سره په ګډه له نړيوال بانک سره پر دې کار کړی، چې د افغانيو بانک نوټونو چاپولو ته په اروپايي هېوادونو کې زمينه برابره کړي.

د نوموړي په خبره، دا د امريکا د هغو هڅه برخه ده چې غواړي د بشري همکاريو او ملاتړ له لارې د افغانستان د اقتصادي سقوط مخنيوی وکړي.

په تېر ۱۳۹۸ لمريز کال کې د تدارکاتو ملي ادارې خبر ورکړی و، چې ۱۰ مېليارد افغانيو نو‎ي بانک نوټونه به د يو پولنډي شرکت له لوري چاپ شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...