امريکايي چارواکو يو وار بيا خپلې هغه ژمنې تازه کړي، چې موده وړاندې يې په افغانستان کې رامنځته شوي اقتصادي ناورين ته د رسېدنې په برخه کې کړې وې.
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ پرون شنبه د (زمري په ۲۲مه) په خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، چې د امريکا متحده ايالت به د خوړو ناخونديتو د له منځه وړلو، د ماشومانو د زدهکړو او د ښځو او نجونو د پياوړتيا په موخه له افغانستان سره ۱۵۰ ميليون ډالر مرسته وکړي.
نوموړي زياته کړې، چې له دې ډلې به ۴۰ ميليونه ډالر د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف ته ورکړي، څو په خبره يې دغه اداره ياده اندازه پيسي د ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو د زدهکړو پر بهير ولګوي.
امريکا داسې مهال د يادې اندازې مرستې اعلان کوي، چې واک ته د طالبانو له بيا ځلي رسيدو سره پر افغانستان د نړيوالو مرستې بندې شوې او ورسره په افغانستان کې اقتصادي ناورين رامنځته شو.
دې ناورين د کورنيو پر وضعيت ژور اغېز وکړ ان دا چې زرګونه ماشومانو د ډوډۍ پيدا کولو په موخه ښوونځي ته د تګ پر ځای شاقه کارونو ته مخه کړه.