Home » سیمه او نړی » امريکا او لوېديځ هېوادونو هستوي ځواک ته د پوتين د تيارسئ امر وغنده

امريکا او لوېديځ هېوادونو هستوي ځواک ته د پوتين د تيارسئ امر وغنده

په داسې حال کې چې پر اوکراين د روسيې له بريد شپږ ورځې تېرېږي او په ترڅ کې يې سلګونه عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په يوه تازه اقدام کې خپل هستوي ځواک ته د تيارسئ امر کړی.

نوموړي پرون يک‌شنبه ناوخته د (کب په ۸مه) په کريملېن کې له پوځي قومندانانو سره د غونډې پرمهال لارښوونه کړې، چې د هستوي ځانګړی ځواک دې هم د تيارسئ په حالت کې شي.

امريکا د روسيې دا پرېکړه غندلې او اندېښنه يې ښودلې چې په دې پرېکړې سره وضعيت نور يوه خطرناک لوري ته روان دی. د برېتانيا لومړي وزير بورېس جانسن هم دغه پرېکړه غندلې او ويلي يې دي، چې د ولسمشر پوتين دغه پرېکړه په اوکراين کې له موجوده واقعيت څخه د خلکو د منحرفولو په مانا ده.

نوموړي په اوکراين کې د روسي ځواکونو پر وړاندې د اوکرايني ځواکونو جکړه ستايلې او ويلي يې دي چې ياد مقاومت له هغه څه ډېر لوړ دی چې روسيې يې تمه لرله.

له دې وړاندې پرون يک‌شنبه له اوکرايني چارواکو سره د مذاکراتو په موخه روسي پلاوی بېلاروس ته ورسېد؛ خو اوکراين په بېلاروس کې له روسيې سره د مذاکراتو کول رد کړل.

اوس تازه د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي د بېلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشينکا سره منلې چې له روسيې سره به په بېلاروس کې له قيد او شرط پرته مذاکرات کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

زیلینسکي: روسیه د جګړې ختمولو لپاره نه، بلکې د جنګ اوږدولو لپاره د بهانو په لټه کې ده

د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ...