د مسکو کې د امريکا سفارت پرون يکشنبه د (کب په ۸مه) ټولو امريکايي وګړو ته سپارښته کړې، چې په سملاسي توګه له روسيې څخه پر وتلو غور وکړي.
دې سفارت په يوه اعلاميه کې ويلي، امريکايي وګړي دې په سوداګريزو پروازونو کې ځانونه له روسيې وباسي او د دولت له لوري د ايستنې پروسې ته دې نه په تمه کېږي.
امريکايي وګړو ته له روسيې څخه د وتلو سپارښتنه د اروپايي هېوادونو له هغې پرېکړه وروسته کېږي، چې ښايي د روسيې الوتکو پر مخ خپل هوايي حريم وتړي.
وروسته له هغې چې روسيې پر اوکراين بريد وکړ، ورسره سم امريکا او اروپايي هېوادونو پرې بېلابېل اقتصادي بنديزونه وضعه وکړل.