Home » افغانستان » ملګري ملتونه: د افغانستان د اقتصاد احيا لپاره، د کنګل شوې شتمنۍ ازادول مهم دي

ملګري ملتونه: د افغانستان د اقتصاد احيا لپاره، د کنګل شوې شتمنۍ ازادول مهم دي

ملګري ملتونه وايي، چې د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پيسو په وردننه کېدو سره دا امکان شته چې دغلته روان اقتصادي بحران تر يوه حده مهار شي.

په کابل کې د دې سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکی رامز الاکبروف له کابل څخه د ملګرو ملتونو په مرکز خبريالانو ته د انلاين له لارې ويلي، چې افغانستان ته د نغدو پيسو لېږل ښايي مثبت اغېز ولري.

نوموړي د امريکا له متحده ايالاتو غوښتنه کړې، چې د جګړه ځپلي افغانستان د اقتصاد بيا احيا کولو په موخه دې د نوموړي هېواد کنګل کړې شتمني ازاده کړي.

الاکبروف وايي، چې دا مهال په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعيت له امله ۱۹ ميليونه خلک د خوړو له ناورين سره مخ دي او زياتوي، چې ياد خراب اقتصادي وضعيت د افغانستان ډېر خلک له بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان کړي.

په ورته مهال په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي ژانګ جون هم له خبريالانو سره په خبرو کې د افغانستان د کنګل کړای شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي زياته کړې، چې د افغانستان کنګل کړای شوې شتمنۍ د کنګل ساتلو په موخه هېڅ ډول اصولي توجيه نشته او بايده دي چې ژر تر ژره ازاده شي.

خو امريکايي چارواکو بيا ويلي، چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري د حضور او وژل کېدو له امله ولسمشر بايډن د افغانستان يادې شتمنۍ د ازادولو په موخه له طالبانو سره د هر ډول مذاکرې د تعليق کولو پرېکړه کړې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...