د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، چې له ترکیې څخه دې ولایت ته ۶۲۰ ټنه بشري مرستې رسېدلې دي.
د هرات سیمه ییزو چارواکو نن (چهارشنبه د غبرګولې ۲۳مه) ویلي چې په دغو مرستو کې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو د ځپلو لپاره خوراکي او غیر خوراکي توکي لکه اوړه، خیمې، کمپلې، صابون او نور اړین توکي شامل دي.
دا مرستې د اورګاډي له لارې هرات ته لېږدول شوې دي او د تورغونډۍ په بندر کې د ا.ا چارواکو ته وسپارل شوې.
تېر کال په لیندې میاشت کې هم ترکیې افغانستان ته ۵۰۰ ټنه بشري مرستې لېږلې وې.
په هغه وخت کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس احمدالله متقي اعلان وکړ، چې له دې مرستو څخه به ۳۰۰ ټنه زلزله ځپلو او ۲۰۰ ټنه نور له ګاونډیو هېوادونو څخه ایستل شویو کډوالو ته ورکړل شي.