د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی دی.
د ننګرهار دکرنې ریاست وایي چې یاد کمپاین د لغمان له پوهنتون څخه پیل شوی دی،
د لغمان د کرنې رییس محمد جمیل خوشحال وایي، چې د چاپېریال ساتنې ادارې، مهترلام ښاروالۍ او پوهنتون ریاستونو سره په همغږۍ د نیالګیو اېښود کمپاین په لاره اچول شوې ده، چې په ترڅ کې به یې سږکال د لغمان په ولایت کې لسګونه زره نیالګي کېنول شي.
د لغمان مرستیال والي شهزاده مظلوم یار د نیالګیو کېنول د هېواد سمسورتیا او ښېرازې په پار اړین بللي او د لغمان ولایت له ولسونو وغوښتتل، په خپلو کورونو، بڼونو او باغچو کې دې نیالي کېنوي او د خپل چاپېریال په زرغونتیا او ابادولو کې دې خپل رول اداء کړئ.