د یکشنبې په ورځ د مې مياشتې په ۲۶مه نېټه د “ایپياېل” پایلوبه د کلکتې نایټ رایډرز او سن رایزرس حیدراباد د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ۸ وېکټو په توپیر د کلکتې په بري سره تمامه شوه.
دا درېیم ځل دی چې کلکته د “ایپياېل” سیالیو اتلولي ګټي.
دغه پایلوبه چې د هندوستان په چینای ښار کې ترسره شوه، حیدراباد د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه او د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې په ۱۸.۳ اورونو کې ۱۱۳ منډې وکړې.
د یادې لوبډلې په ګټه پاټ کمېنس ۲۴ او اېډن مارکرم ۲۰ منډې ترسره کړې.
د کلکتې لپاره په توپ اچونه کې انډري رسل ۳، میچل سټارک او هارشیت رانا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د کلکتې لوبډلې هدف د یوولسم اور په درېیم توپ پوره کړ، د دې لوبډلې لپاره وینکټیش ایر ۵۲ ناسوځېدلې او رحمن الله ګربز ۳۹ منډې ترسره کړې.
سږ کال په یاد لیګ کې تر نورو کلونو ډېر ۹ افغان لوبغاړو بېلابېلو لوبډلو ته سیالۍ ترسره کړې چې نوین الحق تر ټولو زیاتې ۱۴ وېکټې اخستې وې او عظمتالله عمرزي تر نورو زیاتې منډې کړې وې.
د ویلو ده چې د “ایپياېل” د پایلوبې مراسمو ته د نورو مېلمنو ترڅنګ د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف هم وربلل شوی و.