Home » افغانستان » د دولتي کانکور ازموینې لپاره د نوملیکنې بهیر پيل شو

د دولتي کانکور ازموینې لپاره د نوملیکنې بهیر پيل شو

د ازموینو ملي ریاست د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کانکور ازموینې لپاره د نوملیکنې د بهیر د پيل خبر ورکړی دی.

یادې ادارې پرون(یکشنبې، د لړم۱۳مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په ښوونځیو او دیني مدرسو کې داوطلبان کولای شي د ازموینې لپاره فورمې ډکې کړي.

خبرپاڼه کې دغه راز ټینګار شوی چې په دې ازموينې داوطلبان تر را روانې جدي میاشتې وخت لري، چې په دې ازموينه کې د ګډون لپاره نومليکنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده د تېر کال په کانکور ازموینه کې څه باندې ۸۴ زره کسانو برخه اخیستې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...