د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري د یو شمېر هېوادونو له استازو سره په کتنه کې د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان ښځو او مدني ټولنو پر معنادار ګډون ټینګار کړی دی.
اغلې امیري پرون (سېشنبې د غبرګولي ۱۵مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې هغې د متحده عربي اماراتو ، بلجیم، قطر، فرانسې او کاناډا په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره کتلي دي.
اغلې امیري ویلي چې په دې کتنو کې یې د دوحې په درېیمه غونډه کې د ښځو او مدني ټولنو په معناداره ګډون ټینګار کړی.
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انتونیو ګویتریش په کوربهتوب دا غونډه د یوې میاشتي څخه په کمه موده کې جوړه شي.
د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره ا.ا ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
لا نه ده معلومه چې د دوحې درېیمې غونډې ته پر ا.ا سربېره د افغانستان نور کوم سیاسي جریانونه هم وربلل شوي که نه.