د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې، میشل مارټین ویلي چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د لومړي ځل لپاره په یوه غونډه کې د نړیوالو بشري قوانینو د نه مراعاتولو په صورت کې پر اسراییلو د بندیزونو په اړه خبرې کړې دي.
مارټین خبریالانو ته ویلي: “د نړیوال بشري قانونو د بنسټونو د ملاتړ لپاره هوکړه ډېره واضح ده.”
تر دې وړاندې د عدالت نړیوالې محکمې تېره جمعه فرمان صادر کړ چې اسراییل باید سمدستي د غزې په جنوبي ښار رفح خپل بریدونه ودروي او د دغه ښار پولې پرانیزي، ترڅو بشري مرستې له ځنډ او خنډ پرته ور ورسېدای شي.
خو اسراییلو لا هم په رفح کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۶مه) یې د بې ځایه شویو پر کمپ هوایي بریدونه کړي دي.
د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا په دغه برید کې د ډېرو ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون ۴۵ فلسطینیان وژل شوي. د عیني شاهدانو په وینا، هغه کسان چې په خیمو کې وو، ژوندي سوځول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د اروپايي ټولنې مشرانو دا بريدونه په پراخه کچه غندلي دي.
د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیر ویلي دا لومړی ځل دی چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د اسراییلو پر ضد د بندیزونو په اړه په رښتینې او جدي توګه خبرې کوي.
د غزې د روغتیا وزارت د راپور له مخې، پر غزې د اسراییلو د جګړې له پیله تر دې دمه له ۳۶ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.