د ایران کورنیو چارو وزارت د وګړو او کډوالو چارو د مرکز مشر نادر یار احمدي ویلي، چې د افغانانو د نوملیکنې او حضوري زدهکړو لپاره د دغه هېواد د ښوونځیو وړتیا بشپړه شوې.
نوموړي دغه راز د یادې ستونزې د حل لپاره په ایران کې د ملګرو ملتونو له استازي غوښتي چې، افغان زدهکوونکو ته د انلاین زدهکړو د پلان د پلي کولو لپاره ګرځنده تلیفونونه او ټابلیټونه ورکړي.
