د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، چې د نړيوالې ټولنې له لوري د افغانستان سرپرست حکومت په رسميت نه پېژندنه د دې سبب شوې، چې د افغانستان ترڅنګ د سيمې هېوادونو پر اقتصاد هم منفي اغېزې وکړي.
د دې وزارت مسلکي معين عبداللطيف نظري پرون دوشنبه د (لړم په ۱۶مه) ويلي، چې د حکومت رسميت نه پېژندنې مسئله د افغانستان د اقتصاد زيانمنېدو لامل شوې او په خبره يې دې چارې نه يوازې د افغانستان، بلکې د سيمې هېوادونه هم له اقتصادي پلوه اغېزمن کړي.
خو د سرپرست حکومت د وياند مرستيال بلال کريمي وايي، چې د رسميت پېژندنې په موخه حکومت د ټولو هېوادونو حقونو ته ژمن دی.
نوموړي زياته کړې، چې له افغانستان سره د نړۍ سالم تعامل د ټولو اړخو په ګټه دی او ټينګار کوي چې حکومت د رسميت پېژندنې لپاره پړاوونه وهلي دي.
واک ته د طالبانو تحريک له بيا رسېدو راهيسې ۱۵ مياشتې تېرېږي، خو په افغانستان د دې تحريک په مشرۍ رامنځته شوی سرپرست حکومت تر اوسه هېڅ کوم هېواد په رسميت نه دی پېژندل شوی.