د حماس ویاند وايي، چې یو شمېر نیول شوي اسراییلیان د هغوی د خلاصون په عملیاتو کې د اسراییلي پوځ لخوا وژل شوي دي.
د حماس وياند، ابو عبيده ویلي چې د غزې په تړانګه کې د نیول شويو کسانو د خلاصون لپاره د شنبې په ورځ د غبرګولې په ١٩مه د اسرایيلي پوځ په عملياتو کې يو شمېر نیول شوي وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې: “اسراییل وتوانېد چې د یو وحشتناک قتل عام په ترڅ کې یو شمېر نیول خوشي کړي، خو په دې عملیاتو کې یو شمېر نور ووژل شول.”
اسراییلي پوځ د غزې تړانګې په مرکز کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په سره کولو سره د نوعا ارګماني، الموګ مئیر، اندري کوزلوف او شلومي زیو په نومونو څلور نیول شوي کسان ژوندي او خوندي ژغورلي دي.
حماس دا هم ویلي چې په دې عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۱۰ فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د اسراییلو د پوځ ویاند تایید کړې چې په دې عملیاتو کې تر سلو لږ فلسطینیان وژل شوي دي.