Home » Tag Archives: رویداد خبری آژانس (page 10)

Tag Archives: رویداد خبری آژانس

ککړه هوا؛ د انسان او طبیعت پر وړاندې دوامداره ګواښ

په داسې حال کې چې پاکه هوا د انسانانو د ژوند له بنسټیزو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، خو نن سبا ميليونونه وګړي د‌ککړې هوا له کړکېچ سره مخ دي.افغانستان هم له دې ستونزې بې برخې نه دی او د ککړې هوا له جدي ګواښ سره مخ هېوادونو له ډلې شمېرل ...

Read More »

افغانستان او روسیې د برېښنا سکتور د پراختیا لپاره پر نويو تګلارو خبرې کړې دي

د افغانستان د برېښنا شرکت رهبري پلاوي د يوه رسمي سفر په ترڅ کې روسیې ته سفر کړی او هلته یې د یاد هېواد له یو شمېر مهمو او معتبرو برېښنايي تولیدي او تخنیکي کمپنیو له رهبرۍ سره لیدنې ترسره کړې. په دې ليدنه کې افغان پلاوي، روسي کمپنیو ته ...

Read More »

برېتانيا د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر تګلارو غور کوي

نړیوالو رسنیو د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود په حواله ليکلي چې، ښايي برېتانيا د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له ا.ا سره خبرې پیل کړي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. نوموړې ویلي چې، ياده ستونزه به د کډوالۍ د مدیریت ...

Read More »

افغانستان د اقلیمي ناورين پر وړاندې ګډه مبارزه غواړي

په قزاقستان کې د سیمه‌ییزې ایکولوژیکي سرمشریزې له پای ته رسېدو سره، د افغانستان پلاوي د اقلیمي بدلون له پراخو اغېزو، د اوبو له کمښت، د ځمکې له تخریب او د یخچالونو له چټک وېلې کېدو سره د مبارزې لپاره پر ګډې سیمه‌ییزې همکارۍ ټینګار وکړ. دویی همداراز ويلي چې ...

Read More »

په قطر کې د افغان کډوالو ناڅرګند حالت او د امريکا سياسي بحثونه

د امريکا د کانګرېس يوه غړي هغو راپورونو ته غبرګون ښودلی چې پکې د ډونالډ ټرمپ د ادارې او د کانګو ديموکراتيک جمهوريت تر منځ د شاوخوا ۱۱۰۰ افغانانو د مېشتېدو په اړه خبرې شوې دي ، د کانګرس ياد غړي دا اقدام «بې‌رحمانه خیانت» بللی دی. دغه افغانان چې ...

Read More »

ملګري ملتونه؛ په افغانستان کې بشري اړتیاوې ورځ تر بلې زياتيږي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل کلني راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې ورځ تر بلې زياتيږي، او اوسمهال شاوخوا ۲۳.۲ میلیونه خلک بېلابېلو مرستو ته اړتیا لري. دا اداره ټینګار کوي چې د اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ او طبیعي پېښو له امله د ...

Read More »

حامدکرزی؛ افغانان له جګړې ستړي شوي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني له «شپیګل» مجلې سره مرکه کې ویلي، چې افغانان له جګړې ستړي شوي او نه غواړي د اوسني حکومت پر ضد د مقاومت له لارې بیاځلې جګړې ته ولاړ شي. نوموړي همداراز په ياده مرکه کې ويلي، چې افغانستان کې د اوسني ...

Read More »

سيمه‌ييزو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه بحث شوی

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان د سوداګرۍ وزیرانو درې اړخیزه غونډه د INNOPROM Central Asia (انوپروم منځنۍ آسیا نړیوال صنعتي نندارتون) په څنډه کې ترسره شوه.په دې غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي، د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر، او د قرغیزستان ...

Read More »

د برېټانیا د اصلاحاتو ګوند: د افغان کډوالو بېرته استول ممکن دي

د برېټانیا د اصلاحاتو ګوند مشر ناجل فېراج او د دغه ګوند ویاند ضيأ يوسف په یوې وروستۍ خبري غونډه کې ویلي، چې افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته استولو چاره د عملي کېدو وړ دی. نوموړي ټینګار کړی چې د امنیتي او لوژستیکي ستونزو په اړه اندېښنې تر ...

Read More »

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو په لېږد کې ۳۹.۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی

د ټولګټو وزارت ویاند اعلان کړی چې په ۱۴۰۴ کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له څلورو بندرونو څخه د سوداګریزو توکو لېږد د ۱۴۰۳ کال په پرتله ۳۹.۱ سلنه زیاتوالی راغلی.د هغه په وینا، په تېر کال کې په ټولیز ډول ۶.۱ میلیونه متریک ټنه توکي د حیرتان، ...

Read More »