د روسیې بهرنیو چارو وزارت له پاکستان او افغانستان څخه غوښتي چې وسلهوالې نښتې پای ته ورسوي او خپل اختلافات د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته په اشارې سره دا پېښه «خواشینوونکی اقدام» بلل شوی او ټینګار شوی چې د سیمې ثبات د سیاسي خبرو اترو له لارې خوندي کېدای شي.
مسکو ویلي، اسلاماباد او کابل باید له پوځي تقابل ډډه وکړي او شخړې د متقابل درناوي او ډیپلوماټیکو لارو هوارې کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو او افغان چارواکو د راپورونو له مخې، د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا زیات شوی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس