Home » افغانستان » د کرمانشاه له لارې ترکیې او افغانستان ته د عراق د تېلو د رېل پټلۍ ټرانزیټ پیل شو
د عراق د تېلو د رېل پټلۍ ټرانزیټ

د کرمانشاه له لارې ترکیې او افغانستان ته د عراق د تېلو د رېل پټلۍ ټرانزیټ پیل شو

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د عراق د تېلو د محصولاتو لومړۍ ۵۰ زره ټنه جوپه د ترکیې او افغانستان بازارونو ته ولېږدول شوه، دغه ټرانزیټي لاره‌ د ایران کرمانشاه ولایت د چارواکو په حضور کې د یوې غونډې پر مهال په رسمي ډول پرانیستل شوه.
د کرمانشاه د اقتصادي چارو مرستیال رستم‌زاد ویلي، دغه ولایت له عراق سره شپږ سرحدي دروازې لري او د رېل پټلۍ په ګډون د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره پراخ ظرفیتونه لري. نوموړي ټینګار کړی چې د رېل له لارې د توکو لېږد کولی شي د ترانسپورټ لګښتونه او د سړکونو خطرونه راکم او د انرژۍ په مصرف کې سپما رامنځته کړي.
د کرمانشاه چارواکي وايي، د عراق د تېلو محصولاتو د ټرانزیټ پیل به د دغه ولایت د رېل پټلۍ ظرفیتونه فعال کړي او له ترکیې او افغانستان سره به د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابره کړي. د دوی په وینا، د رېل پټلۍ پراختیا کولی شي کرمانشاه د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مهمه نښلوونکې کړۍ بدله ک

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یو شیاویونګ د کابل او اسلام‌آباد د اړیکو د پراختیا په اړه بحثونه کړي

د چین بهرنیو چارو وزارت ...