د ټرمپ ادارې په رسمي ډول د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) ته خبر ورکړی چې متحده ایالات به له دې وروسته د دې محکمې په هر ډول څېړنو کې بشپړه همکاري ونه کړي.
د امریکا د عدلیې وزارت سرپرست لوی څارنوال ټډ بلانش د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) ولسمشر ته په استولي لیک کې ویلي چې واشنګټن د نړۍ په هر ځای کې د امریکايي وګړو پر وړاندې د دې محکمې صلاحیت نه مني.
د امریکا د عدلیې وزارت ټینګار کړی چې، ځکه چې متحده ایالات د روم د اساسنامې غړی نه دی، نو د محکمې هر ډول صلاحیت پر امریکایانو «غیرقانوني» او «بېاعتباره» بلل کېږي.
دا اقدام د امریکا د اوږدمهاله او دوهګوندي دریځ پیاوړی کوي چې د نړیوالې محکمې مخالف دی، او وایي چې هېڅ نړیوال تړون نشي کولی یو هېواد مکلف کړي چې ورسره موافقه نه لري.
دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د جرمونو نړیوالې محکمې د واک او رول په اړه نړیوال بحثونه روان دي، په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو پر اتباعو د دې محکمې د صلاحیت په اړه چې د روم د اساسنامې غړي نه دي. متحده ایالات ټینګار کوي چې د دوی عدلي او قضايي نظام د ورته قضیو د څېړلو وړتیا لري، نو د جرمونو نړیوالې محکمې مداخلې ته اړتیا نه ویني.
امریکا
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس