Home » سیمه او نړی » سخت توپان په ختيځه اروپا او روسيه کې ځاني او مالي زيانونه اړولي

سخت توپان په ختيځه اروپا او روسيه کې ځاني او مالي زيانونه اړولي

په وروستيو ورځو کې ختيځه اروپا او روسيه د ډېرو موسمي بارانونه شاهده ده. خو دا بارانون د توند باد له امله تېره شپه د (چنګاښ په ۵مه) پر زيان اړوونکي توپان بدل شول.

د دغه شديد توپان له امله په چک جمهوريت کې ۵تنه مړه شوي او ګڼو استوګنيزو ودانيو، سوداګريزو مرکزونو او مارکېټونو ته په کې مالي زيانونه اوښتي دي.

په هنګري کې هم د نورو مالي زياتونو ترڅنګ د ټوپان له امله د څو ساعتونو لپاره د ځينو ښارونو برېښنا پرې کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

روسيې کې بيا خلک د ياد توپان په پايله کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي. دا ځکه چې د توپان پرمهال د اوبو ويالې بندې او ډکې شوې او له همدې کبله اضافي اوبه د خلکو پر کورونو ورسمې شوي.

که څه هم له چک جمهوريت پرته د کروشيا په شمول په ختيځه اروپا او روسيه کې د خلکو د مړينې خبر نه دی ورکړل شوی، خو برعکس د نوموړي توپان په ترڅ کې د يادو هېوادونو په يو شمېر ښارونو کې د پراخو مالي زيانونو د اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

3 comments

  1. There are some points that I don’t understand in this article, can they be clarified for other articles?

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

بلینکن په رفح کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د اسراییلو پلان ناسم وباله

د امریکا د بهرنیو چارو ...