د راپورونو پر اساس، د ا.ا ویاند ذبيح الله مجاهد، د تاجیکستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د افغانستان او تاجیکستان پر ګډه پوله د وسلهوالې نښتې په اړه یې کړې، ډاډ ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله به هېڅ ډول پوځي تحرک ته اجازه ورنه کړل شي.
مجاهد زیاته کړې چې، څو ورځې وړاندې د افغانستان او تاجیکستان د پولې په اوږدو کې ځینې تحرکات رامنځته شوي وو، چې اوس تر کنټرول لاندې راغلي دي.
د هغه په وینا، «په هر ځای کې تر دې کچې ستونزې موجودې وي.»
نوموړي ټینګار کړی چې له پخوا راهیسې د دغې پولې په اوږدو کې د قاچاقبرانو فعالیتونه او تګراتګ موجود و، خو له دې پرته «پوځي نښته او جدي امنیتي ستونزه شتون نه لري.»
مجاهد همداراز ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د تاجیکستان پر ضد ونه کارول شي.
تر دې وړاندې، د تاجیکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې د یوې سرحدي نښتې په ترڅ کې د دوو افغان وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې هغوی په ناقانونه توګه تاجیکستان ته داخل شوي وو او د نشهيي توکو په قاچاق کې یې لاس درلود.
ذبيح الله مجاهد
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس