Home » افغانستان » کابل او بشکيک د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پیاوړتیا لپاره خبرې اترې کړې
کابل او بشکيک

کابل او بشکيک د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پیاوړتیا لپاره خبرې اترې کړې

په بشکیک کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست عبدالشکور حقاني د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت د څلورمې سیاسي څانګې له رییس میربېک باکیتوویچ سره لیدنه کړې ده.
په دې ليدنه کې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي او همداراز د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په اړه هم نظرونه تبادله شوي دي.

عبدالشکور حقاني په ځانګړي ډول د افغان سوداګرو او باروړونکو موټرچلوونکو لپاره د ویزو د اسانتیا او ورکړې غوښتنه کړې ده. له بلې خوا باکیتوویچ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا او په ځانګړي ډول د اقتصادي او بشردوستانه همکاریو په برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

سنټکام پر ایران د پراخو هوايي بریدونو د پیل خبر ورکړ

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ...