د ناروې د کډوالو شورا (NRC) خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمايي کې د نړۍ د ۱۴۳ میلیونه اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره یوازې ۳۰ سلنه اړینه بودجه برابره شوې ده.
د دې بنسټ سرمنشي یان اېګلنډ روان کال د افغانستان، سوډان او ونزویلا په څېر د بحران ځپلو هېوادونو لپاره برخلیک ټاکونکی بللی او خبرداری یې ورکړی چې د بشري مرستو کمښت ښايي د پراخو انساني تلفاتو لامل شي.
افغانستان د لومړي ځل لپاره د هېر شوو بشري بحرانونو په نوملړ کې شامل شوی او د بشري مرستو د تمویل کچه یې نږدې ۱۱ سلنې ته راټیټه شوې ده، په داسې حال کې چې له ۲۱.۹ میلیونه ډېر افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ناروې د کډوالو شورا ټینګار کړی چې که بېړنۍ بشري مرستې زیاتې نه شي، نو میلیونونه کورنۍ به له لوږې او بېسرپناهۍ سره مخ شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس