Home » سیمه او نړی » عمران خان: پاکستان کې په خپله ښځو جنسي تاوتريخوالي ته لار پرانيستې

عمران خان: پاکستان کې په خپله ښځو جنسي تاوتريخوالي ته لار پرانيستې

د پاکستان لومړي وزير عمران خان په خپله ښځې په دغه هېواد کې د جنسي تاوتريخوالي عمده لامل ګڼلي او زياته کړې يې ده چې د يادې چارې مخنيوی هم ښځې کولی شي.

نوموړي له اکسيوس ورځپاڼې سره د خپلې وروستۍ مرکې پرمهال په پاکستان کې د جنسي تاوتريخوالي موضوع ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي چې دغه تاوتريخوالی په خپله ښځو رامنځته کړی دی.

عمران خان د دې موضوع په وضاحت سره زياته کړې، په پاکستان کې ښځې او انجوني خورا تنګ او داسې کالي اغوندي چې د خلکو او په ځانګړې توګه د نرانو پام ځانته ور اړوي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب چې ايا د يوې بڼې کاليو اغوستل بايد په يوه هېواد کې د جنسي تاوتريخوالي سبب شي؟ وويل، دا پر ټولنې پورې تړلې او په خبره يې دا حالت پر هغو ټولنو چې ورته ټولنيز حالت يې نه دی تجربه کړی، ډېر اغېز کوي.

دا په دوو مياشتو کې د عمران خان دويم ځل دی چې د جنسي تاوتريخوالي زياتېدو له امله ښځې ګرموي.

د نوموړي دې کار په پاکستان کې د حقونو ملاتړو بنسټونو غبرګونونه راپورته کړي. دا بنسټونه د عمران څرګندونې بې اساسه بولي او ټينګار کوي چې نوموړی دې يې له امله بښنه وغواړي.

خو عمران خان او يا هم نوموړي ته نږدې کسانو بيا د يادې موضوع د سپيناوي په موخه تر اوسه څه نه دي ويلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

One comment

  1. There are some points that I don’t understand in this article, can they be clarified for other articles?

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

بلینکن په رفح کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د اسراییلو پلان ناسم وباله

د امریکا د بهرنیو چارو ...