د ۲۱۵ عزم قول اردو خبر ورکړی چې د دوهمې سرحدي لوا محمدي ځواکونو د هلمند ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ناقانونه واردېدو مخه نیولې او ۱۶ باروړونکي موټر یې نیولي دي.
د یادې قول اردو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د دوهمې محمدي سرحدي لوا د پنځم کنډک ځواکونو د بهرامچه ولسوالۍ د «نقل» په سیمه کې هغه ۱۶ سیفا ډوله باروړونکي موټر درولي دي چې بېلابېل خوراکي او غیر خوراکي توکي پکې بار وو او غوښتل یې په غیرقانوني ډول هېواد ته داخل شي.
د پنځم کنډک قومندان محمد داوود «اسحاق» ویلي چې په دې موټرو کې د انسانانو لپاره بېکیفیته درمل، دستکشې، چاکلیټ، د لوبو وسایل، ټوکران، ټیپر، سریش، د موټرو او موټرسایکل پرزې، خیمې، کیمیاوي سره، تیل او نور توکي بار وو چې د اردو ځواکونو له لوري ضبط شول.
د سرچینو په وینا، تر دې وړاندې هم ورته عملیات د خوراکي او غیر خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره ترسره شوي او هڅې به په دې برخه کې دوام ولري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس