د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس ویلي، هغه کسان چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ایران ترمنځ پر روانو مذاکراتو نیوکې کوي، دوی هماغه کسان دي چې د جګړې پر مهال یې په افغانستان کې د لا ډېرو پوځي بریدونو غوښتنه کوله.
وینس د امریکا د اوشیانا هوايي اډې سرتېرو ته د وینا پر مهال د عراق او افغانستان په اړه د امریکا پرېکړې سیاسي وبللې. هغه وویل، امریکايي پوځ خپله دنده ترسره کړې، خو سیاسي رهبرۍ ناسمې پرېکړې وکړې او هماغه پرېکړې د ستونزو لامل شوې.
د امریکا د ولسمشر مرستیال همداراز د واشنګټن او تهران ترمنځ له روانو مذاکراتو دفاع وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ډیپلوماسۍ له لارې د اختلافونو حل، د اوږدمهالو شخړو د دوام په پرتله غوره لاره ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس