Home » افغانستان (page 6)

افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان ته د افغانانو جبري ستنول د اندېښنې وړ ده

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمیشنر ولکرتورک د اروپايي اتحادیې له لوري هغه وړاندیز شوي قوانین د اندېښنې وړ بللي چې له مخې یې یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکي بېرته افغانستان ته استول کېدای شي. نوموړي ویلي، افغانستان ته په زوره د افغانانو ستنول هغوی له جدي خطرونو سره ...

Read More »

هانانيومن: نږدې پنځه ميليونه ميندې او ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن ویلي، چې افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.نوموړې پر خپله اېکسپاڼه د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله لیکلي، چې ګڼې افغان میندې روغتیايي مرکزونو او کلینیکونو ته مراجعه کوي، خو د خوړو او ...

Read More »

نن په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین لړۍ پيل شوه

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې نن دوشنبه، د غویي ۲۸مه، د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی. د ياد وزارت مسوولانو په وينا، د ۲۰۲۶ کال د ګوزڼ ضد واکسین د دویم پړاو په لړ کې به شاوخوا ۸ اعشاریه ۳ ...

Read More »

سیمه‌ییز امنيت لپاره د افغانستان امنيت اړين ګڼل شوې

د قرغیزستان ولسمشر سدیر جباروف په خپلو ورستيو خبرو کې ويلي، که هېواد یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غیر دایمي غړیتوب ترلاسه کړي، نو د افغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي. نوموړي د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته په استول شوي پیغام کې ټینګار کړی چې د ...

Read More »

زابل کې پر ۳۰۰ جریبه ځمکه سوداګریز مرکز جوړېږي

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه پانګوال له لوري پر ۳۰۰ جریبه ځمکه د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ستر سوداګریز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې. د مالوماتو پر اساس د دغه مرکز د جوړېدو چارې به د یو نیم کال په موده ...

Read More »

په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور د ازموینې بهیر پيل شو

د ازموینو عمومي ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور د عمومي ازموینې د لومړۍ ورځې بهیر نن پنجشنبه د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې پیل شوی دی. د ازموینو عمومي ادارې د مالوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور په لومړۍ دوره کې د میدان ...

Read More »

ملګري ملتونه: افغانستان کې د نفوس زياتوالی سبب شوی چې د هر وګړي ۲.۱ سلنه عايد کم شي

ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او د وچکالۍ، د نړیوالو مرستو کمښت او د کډوالو پراخو راستنېدنو د خلکو اقتصادي وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی. د راپور له مخې، نږدې ...

Read More »

اروپايي ټولنه غواړي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه غونډه ترسره کړي

فرانس پرېس خبري اژانس د اروپايي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې اروپايي ټولنه غواړي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او د کډوالۍ اړوند مسایلو په اړه د خبرو لپاره د ا.ا استازي بروکسل ته ور و بولي.د سرچینو په وینا، په نږدې ورځو کې د اروپايي ټولنې لخوا ...

Read More »

د خوړو نړيوال پروګرام: په افغانستان کې کابو ۱۷.۴ میلیونه افغانان د خوړو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د خوړو نړیوال پروګرام تازه ويلي، چې افغانستان لا هم له سخت اقتصادي ناورين، د کاري فرصتونو له کمښت او د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره مخ دی، چې له امله یې میلیونونه خلک د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخامخ شوي دي. د دغه سازمان د تازه مالوماتو له ...

Read More »

د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا سلګونه کتابونه او فرمانونه ډیجیټلي شول

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ويلي، چې د هېواد ملي آرشیف ادارې د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې د فرهنګي میراثونو د ساتنې په موخه سلګونه جلده کتابونه، خطي نسخې او تاریخي فرمانونه ډیجیټلي کړي دي. د یاد وزارت په وینا، په دې موده کې د یوې نسب‌نامې ترڅنګ ...

Read More »