Home » افغانستان » نړیوال بانک: د خوړو او کرنې د سیستمونو بدلون به په افغانستان کې د میلیونونو کسانو لپاره د کار فرصتونه رامنځته کړي
نړيوال بانک

نړیوال بانک: د خوړو او کرنې د سیستمونو بدلون به په افغانستان کې د میلیونونو کسانو لپاره د کار فرصتونه رامنځته کړي

نړيوال بانک په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې په افغانستان او سیمه کې د خوړو او کرنې د سیسټمونو بدلون کولی شي د خوړو خوندیتوب پیاوړی، د کار نوي فرصتونه رامنځته او اقتصادي مقاومت زیات کړي. د دغه بانک د تازه راپور له مخې، که په دې برخه کې اغېزمنې پانګونې وشي، د سیمې اقتصاد به هم پیاوړی شي.

د راپور د‌ مالوماتو پر بنسټ، افغانستان د منځني ختیځ، شمالي افریقا او پاکستان ترڅنګ د اقلیمي بدلون، د اوبو کمښت، شخړو او د خوړو د ناامنۍ له جدي ننګونو سره مخ دی. نړیوال بانک ټینګار کړی چې دا ستونزې د کرنې او خوراکي سیستمونو پر دوامداره پرمختګ منفي اغېز کوي.

نړیوال بانک وایي، که د سوداګرۍ چاپېریال اصلاح، د خوړو د تولید او وېش عصري او پراخې پانګونې ترسره شي، نو تر ۲۰۵۰ کال پورې به په سیمه کې، د افغانستان په ګډون، د خوړو او کرنې په سکټور کې د پنځو میلیونو نویو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...