د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د هېواد د هوايي ځواک پخواني پیلوټ او لومړني افغان ستورمزلي، ارواښاد عبدالاحد مومند جنازه به سبا (دوشنبه، د چنګاښ ۱۵مه) له جرمني څخه کابل ته راوړل شي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د جنازې د انتقال چارې د هغه د کورنۍ د غوښتنې له مخې، د ا.ا د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو او ترانسپورت او هوايي چلند وزارتونو په همغږۍ، د جرمني له مونیخ ښار څخه ترسره کېږي.
ټاکل شوې ده د مرحوم د جنازې لمونځ سبا د کابل په عیدګاه جامع جومات کې ادا شي او وروسته د مرنجان تپې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.
عبدالاحد مومند د افغانستان لومړنی ستورمزلی و چې په ۱۹۸۸ کال کې یې د شوروي د فضايي مرکز سفر پر مهال قرآنکریم له ځان سره فضا ته یووړ او هلته یې تلاوت کړ.
هغه د روانې جون میاشتې په ۲۱مه د ۶۷ کلونو په عمر په جرمني کې وفات شو.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس