د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ويلي، چې ا.ا د صنعتکارانو او پانګهوالو د ملاتړ په موخه ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي. د نوموړي په وینا، د صنعتي پراختیا لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۵۰ زره جریبه ځمکه د صنعتي ښارګوټو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.
د مالوماتو بربنسټ عزیزي د «صنعت او کانونو اوونۍ پنځم ملي او نړیوال نندارتون» د پای مراسمو کې ویلي، چې تېر کال ۵۷۶ شرکتونو ته د کارخونو د جوړولو لپاره ځمکې ورکړل شوې او شاوخوا ۳ زره جریبه ځمکه پانګهوالو ته ځانګړې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته ۵۹۰۰ شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي او اوس مهال په هېواد کې د درملو په ګډون نږدې ۲۰۰۰ ډوله تولیدي توکي جوړېږي. د ده په خبره، افغانستان په شاوخوا ۳۰۰ ډوله تولیداتو کې د ځانبساینې مرحلې ته رسېدلی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس