د افغانستان لپاره د ايران پخواني ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، د علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې دا.ا د یو شمېر مخالفو څېرو ګډون سیاسي بڼه نه درلودله او په وینا يي د ایران اړیکې له افغان ولس سره فرهنګي او تمدني دي، نه سیاسي.
د ایراف د راپور له مخې، قمي په دغو مراسمو کې د ا.ا مخالف ګډونوال «د افغانستان د ملت د یوې برخې استازي» بللي او ویلي یې دي، هغوی د خواخوږۍ او تسلیت څرګندولو لپاره ایران ته تللي وو.
هغه زیاته کړې، تهران له افغان ولس سره د خپلو پخوانیو اړیکو له امله، «په طبیعي ډول» د ټولو لورو هرکلی کوي.
قمي ویلي: «باید دې موضوع ته ډېر سیاسي رنګ ور نه کړو، ځکه دا تګ راتګ د سیاست له فضا هاخوا دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د یوه پلاوی په شمول د احمد مسعود او محمد محقق ګډون کړی و، چې په خواله رسنيو کې د دغو دوو پلاوو هممهاله ګډون پراخ بحثونه او بېلابېل غبرګونونه راپارولي.
حال داچې د ایران حکومت ویلي، د ا.ا مخالف مشران د تهران په رسمي بلنه د علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته ورغلي وو.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس