د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یواېنډيپي) ویلي، چې په افغانستان کې ۷۴ سلنه وګړي لا هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا نه لري.
د دې پروګرام مشر الکزاندر ډي کرو ټینګار کړی چې دا پروګرام د افغانانو لپاره د فرصتونو پر برابرولو بوخت دی او دغه راز يې له نړیوالو بنسټونو د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې.
الکزاندر ډي کرو : «د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ارزونې له مخې، د افغانستان ۷۴ سلنه وګړي لا هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ناامنۍ سره مخ دي.»
نوموړي ویلي، کمزوری اقتصاد، د ۲.۷ میلیونه کډوالو بېرته راستنېدل، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو زیاتوالی او په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو د ګډون کمېدل، په افغانستان کې د خلکو پر معیشت او عامه خدمتونو فشارونه نور هم زیات کړي دي.
هغه زیاته کړې، د دغو ننګونو د هواري لپاره د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کول او د اقتصادي مقاومت پیاوړتیا اړینه ده، څو د هېواد ټولنې له اوسنیو ستونزو سره په ښه توګه مقابله وکړای شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس