Home » سیمه او نړی » د ټرمپ اداره د ۲۰۰ زره بهرنیانو د B1 او B2 ویزو د لغوه کولو په هڅه کې ده
B1 او B2 ویزې

د ټرمپ اداره د ۲۰۰ زره بهرنیانو د B1 او B2 ویزو د لغوه کولو په هڅه کې ده

د ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري چې د شاوخوا ۲۰۰ زره بهرنیانو د سوداګرۍ او سیاحت B1 او B2 ویزې لغوه کړي؛ دا هغه کسان دي چې امریکا ته د لنډمهاله سفر لپاره تللي، خو وروسته یې د پناه غوښتنه کړې یا یې د پناه غوښتنې بهیر روان دی.

اسوشېټډ پرېس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو او دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ صادرې شوې B1 او B2 ویزې به د دې طرحې له مخې اغېزمنې شي.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه بهیر به له کورني امنیت وزارت سره په همغږۍ ترسره شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ ویلي، حکومت غواړي هغه کسان وپېژني او ویزې یې لغوه کړي چې د لنډمهاله مېلمنو په توګه امریکا ته تللي، خو وروسته یې د دایمي پاتې کېدو لپاره د پناه غوښتنه کړې ده.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

عایشه وهّاب د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغان الاصله غړې شوه

عایشه وهّاب د کالیفورنیا د ...