د خپرو شوو معلوماتو پر اساس په پېښور کې د نوې تګلارې له مخې، په دولتي ښوونځیو کې د نویو افغان ماشومانو پر شاملېدو بندیز لګېدلی دی.
د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه عملي شوې او نوي افغان ماشومان نور په دولتي ښوونځیو کې د زدهکړو لپاره نه شي شاملېدای.راپورونه زياتوي چې، د خیبر پښتونخوا د خصوصي ښوونځیو د تنظیم ادارې (PSRA) له پېښور څخه په خصوصي ښوونځیو کې د افغان زدهکوونکو د معلوماتو غوښتنه کړې ده. له ښوونځیو غوښتل شوي چې د اوسنیو افغان زدهکوونکو او له ښوونځیو د ایستل شویو افغان زدهکوونکو جلا ریکارډونه وړاندې کړي.
د خصوصي ښوونځیو د تنظیم ادارې، خصوصي ښوونځیو ته خبرداری ورکړی چې د غوښتل شویو معلوماتو له نه وړاندې کولو او د لارښوونو له نه عملي کولو سره به قانوني اقدام ورسره وشي او د سرغړونکو ښوونځیو ثبت هم لغوه کېدای شي.
دا اقدام په داسې مهال شوی چې د خیبر پښتونخوا ښوونځي د نوي تعلیمي کال لپاره بېرته پرانیستل شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس