واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوالو د ارزونې او مرکو طرحې د هغوی د احتمالي شړلو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.د راپور له مخې، د کډوالو د بیا مېشتېدو ادارې کارکوونکو ته سپارښتنه شوې له دغو افغانان کډولو ...
Read More »Monthly Archives: جولای 2026
د ICC لوی څارنوال کریم خان په رسمي ډول له دندې ګوښه شو
د رویټرز د راپور له مخې، د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د غړو هېوادونو په رایه د دې محکمې لوی څارنوال کریم خان د جنسي ناوړه چلند د تورونو له امله له خپلې دندې لرې کړی دی. په رایه اچونه کې د محکمې د ۱۲۵ غړو هېوادونو له ډلې ۸۲ ...
Read More »د ولکر ترک کاري موده د څلورو نورو کلونو لپاره وغځول شوه
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د بشري حقونو د عالي کمېشنر ولکر ترک کاري موده د ۱۴۴ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره د څلورو نورو کلونو لپاره وغځوله. په دې رایه اچونه کې ۱۰ هېوادونو مخالفت وکړ او ۱۳ نورو بېطرفه رایه ورکړه. دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو د ...
Read More »ایران: کرمان غواړي د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پُل شي
د ایران د کرمان د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مشر، سید مهدي طبیبزاده، ویلي چې هېواد یې هوډ لري د ایران او افغانستان د اقتصادي ګټو ترمنځ د همکارۍ پیاوړی پُل جوړ کړي. هغه د «افغانستان د بازار معرفۍ» په غونډه کې وویل، د افغانستان د سوداګریزو فرصتونو ...
Read More »د هند سکیم کې د اوبو برښنا پروژې تونل چاودنه؛ د مړو شمېر ۲۲تنو ته لوړ شوی
د هند د سکیم ایالت حکومت ویلي، د اوبو برښنا د یوې تر کار لاندې پروژې له تونل څخه د اوو نورو کسانو جسدونه راایستل شوي، چې له امله یې د دوشنبې ورځې د چاودنې د قربانیانو شمېر ۲۲ کسانو ته لوړ شوی دی. د هندچارواکي وايي، د چاودنې اصلي ...
Read More »واشنګټن او ریاض د ملکي اټومي انرژۍ تاریخي هوکړه لاسلیک کړه
د امریکا د انرژۍ وزارت اعلان کړی چې امریکا او سعودي عربستان له څو کلونو خبرو اترو وروسته د ملکي اټومي انرژۍ هوکړه لاسلیک کړې ده. د دې هوکړې له مخې، سعودي عربستان کولای شي د امریکا د ټکنالوژۍ په کارولو اټومي بټۍ جوړې کړي او د ملکي اټومي پروګرام ...
Read More »زهران ممداني: نتنیاهو باید د جګړې د جرمونو په تور محاکمه شي
د نیویارک ښاروال زهران ممداني ویلي، د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو باید د جګړې د جرمونو په تور محاکمه شي. هغه د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو حکم ته په اشارې ویلي، د نتنیاهو پر وړاندې د لګېدلو تورونو قانوني څېړنه باید ترسره شي. ممداني په یوه ویډیويي ...
Read More »پاکستان د کلدارې د ثبات او اقتصادي پیاوړتیا لپاره له امریکا مرسته غوښتې
پاکستان له امریکا څخه د خپلو بهرنیو اسعارو د زېرمو د پیاوړتیا او د اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره د ۱۰ میلیارد ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې ده. د رویټرز د راپور له مخې، که دا غوښتنه ومنل شي، نو دا به د پاکستان لپاره د بهرنۍ اسعاري زېرمو د ...
Read More »پېټ هېګست: امریکا نه غواړي د عراق او افغانستان په څېر جګړو کې ښکېل شي
د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګست ویلي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره نه غواړي د عراق او افغانستان په څېر په اوږدمهالو او لګښتي جګړو کې ښکېل شي او د ایران په اړه به هم ورته تګلاره خپله کړي. هغه ویلي، د امریکا موخه د نوې جګړې پیل نه، ...
Read More »فرانسه د ماشومانو د خونديتوب لپاره پر ټولنیزو رسنیو محدودیت لګوي
د فرانسې پارلمان د ټولنیزو رسنیو د کارونې په اړه نوی قانون تصویب کړی چې له مخې یې له ۱۵ کلونو څخه کمعمره ماشومان به ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی نهلري. په دې سره فرانسه د اروپايي ټولنې لومړنی هېواد شو چې د استرالیا په څېر یې د ماشومانو لپاره د ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس