د افغان ایوک (AfghanEvac) سازمان ویلي، د امریکا یوې فدرالي محکمې د دغه هېواد د حکومت هغه غوښتنه رد کړې چې غوښتل یې د افغانانو او د ۳۸ نورو هېوادونو د کډوالۍ اړوند دوسیو د ارزونې د بیا پیل په اړه د محکمې پخوانۍ پرېکړه د استیناف تر وروستۍ پرېکړې ...
Read More »Monthly Archives: جولای 2026
ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه
انتونیو ګوترېش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، د چهارشنبې په ورځ بنګلدېشۍ ډیپلوماټه رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه په رسمي ډول وټاکله. نوموړې د قرغیزستانۍ ډیپلوماټې روزا اوتونبایوا ځای ناستې شوې ده، ...
Read More »یونېسف: مسلکي زدهکړې ځوانانو ته د کار او ځانبسیاینې فرصتونه برابروي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړې ادارې (یونېسف) د «ځوانانو د مهارتونو نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي، چې د مسلکي مهارتونو زدهکړه کولی شي ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره ورسره مرسته وکړي. یونېسف د چنګاښ په ۲۴مه په افغانستان کې د ...
Read More »د کابل او نوي ډیلي ترمنځ سوداګري له کوم خنډ پرته دوام لري
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزې اړیکې په عادي ډول روانې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلېز له لارې د توکو لېږد او راکړه ورکړه له کوم خنډ او ځنډ پرته دوام لري. د دغه وزارت په وینا، دواړه لوري ...
Read More »قطر د ایران بریدونه غندلي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ایران لهخوا پر اردن، بحرین او کویټ د پرلهپسې بریدونو سخته غندنه کړې او ویلي یې دي، دا بریدونه د دغو هېوادونو د ملي حاکمیت، د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده.دغه وزارت ټینګار کړی چې دا ډول ...
Read More »تشبث؛ د افغانستان په بازار کې د ښځو د وړتیاوو روایت
په داسې حال کې چې ګڼې افغان ښځې د اقتصادي فرصتونو له ستونزو سره مخ دي، خو په ورته مهال یو شمېر مېرمنو د خپلو هنري او مسلکي وړتیاوو په مټ کوچني کاروبارونه رامنځته کړي او هڅه کوي د خپلو تولیداتو له لارې د کورنۍ په اقتصاد کې ونډه واخلي. ...
Read More »افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د ماموریت په اړه نوي جزئیات افشا شوي
بریتانیایی رسنيو د یوه پخواني بریتانوي سرتېري او یوه پخواني بریتانوي خبریال له قوله راپور ورکړی، چې بریتانوي ځواکونو د افغانستان د مأموریت پر مهال بېګناه افغانان وژلي او له بندیانو سره یې هم ناسم چلند کړی دی. دواړو کسانو د «افغانستان د څېړنې کمېسیون» ته په خپلو محرمو شهادتونو ...
Read More »دا ځل به د ایران پیکاکس غر په نښه کړو
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، د امریکا په ځايي وخت د دوشنبې او سېشنبې په ورځو کې به پر ایران سخت بریدونه ترسره کړي او زیاته کړې یې ده چې دا ځل به د پیکاکس غر په نښه کړي.نوموړي ویلي، امریکا دغه سیمه له نږدې څاري او هلته هېڅ ...
Read More »د امریکا او ایران ترمنځ جګړه درېیمې ورځې ته وغځېده
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، د ایران پر ضد د جګړې په درېیمه ورځ یې د بوشهر، چابهار، جاسک، کنارک، ابوموسی او بندرعباس پر پوځي هدفونو پنځه ساعته بریدونه ترسره کړي دي. د سنټکام په وینا، په دغو بریدونو کې د ایران ساحلي دفاعي سیسټمونه، توغندیز او ...
Read More »بقايي د ګوتيرش څرګندونو ته غبرګون وښود؛ ایران خپل اقدامات دفاعي بولي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتيرش د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې پکې د «نويو پوځي نښتو» او په سیمه کې د ایران د اقداماتو په اړه اندېښنه ښودلې وه، ویلي، دا وضعیت یوازې «پوځي نښته» نه ده، بلکې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس