د امریکا د انرژۍ وزارت اعلان کړی چې امریکا او سعودي عربستان له څو کلونو خبرو اترو وروسته د ملکي اټومي انرژۍ هوکړه لاسلیک کړې ده. د دې هوکړې له مخې، سعودي عربستان کولای شي د امریکا د ټکنالوژۍ په کارولو اټومي بټۍ جوړې کړي او د ملکي اټومي پروګرام لپاره یورانیم هم غني کړي.
د دې هوکړې له مخې، سعودي عربستان به د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ناڅاپي پلټنو منلو ته اړ نه وي، چې دې کار د اټومي وسلو د خپرېدو په اړه اندېښنې راپارولې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه هوکړه به اوس د امریکا کانګرس ته واستول شي. که کانګرس یې د ۹۰ کاري ورځو په موده کې رد نه کړي، نو هوکړه به په رسمي ډول نافذه شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د ملکي اټومي همکارۍ لپاره قانوني چوکاټ رامنځته کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، یو شمېر کارپوهان اندېښنه لري چې د یورانیمو د غني کولو اجازه به په راتلونکي کې سعودي عربستان د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا ته ورنږدې کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس