Home » 2026

Yearly Archives: 2026

افغانستان د ازبکستان درېیم لوی صادراتي بازار شو

افغانستان د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ازبکستان د صادراتو لپاره پر درېیم لوی بازار بدل شوی دی. د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې د وروستیو شمېرو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د ازبکستان د صادراتو ارزښت ۹۶۱.۵ میلیونه ډالرو ...

Read More »

مجاهد: د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله به هېڅ ډول پوځي تحرک ته اجازه ورنه کړل شي

د راپورونو پر اساس، د ا.ا ویاند ذبيح الله مجاهد، د تاجیکستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د افغانستان او تاجیکستان پر ګډه پوله د وسله‌والې نښتې په اړه یې کړې، ډاډ ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله به هېڅ ...

Read More »

په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې

د راپورونو له مخې، د امريکا او ايران ترمنځ د روانو ترينګلتياوو او د منځني ختيځ د تيلو د لېږد پر وړاندې د خنډونو له امله، د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بيې لوړې شوې دي.راپورونه زياتوي چې، د نړیوال بازار معیار برېنټ تېلو بیه د تېرې اوونۍ په ...

Read More »

ګوترېش: ملګري ملتونه د مالي سقوط له خطر سره مخ دي

راپورونه وايي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، دغه سازمان د غړو هېوادونو د نه ورکړل شویو ونډو له امله له جدي مالي بحران سره مخ دی او ان د مالي سقوط له خطر سره مخامخ شوی او د همدې بحران له امله ملګرو ملتونو خپله بودیجه هم ...

Read More »

عایشه وهّاب د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغان الاصله غړې شوه

عایشه وهّاب د کالیفورنیا د ۱۴مې کانګرسې حوزې په ځانګړو ټاکنو کې د خپلې ډیموکراتې سیالې میلیسا هرنانډز پر وړاندې بریالۍ شوه او د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغان الاصله غړې وټاکل شوه.د وروستیو پایلو له مخې، وهّاب شاوخوا ۵۳ سلنه رایې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې هرنانډز ...

Read More »

محمود خان اڅکزی: پاکستان دې له افغانستان سره د دښمنۍ له سیاست څخه لاس واخلي

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي له حکومت څخه غوښتي چې له افغانستان سره دې د دښمنۍ له سیاست څخه لاس واخلي. نوموړي ویلي، که حکومت د افغانستان له لوري د دښمنۍ د چلند کره شواهد وړاندې کړي، نو اپوزیسیون به یې ملاتړ وکړي.اڅکزي دا څرګندونې د جمعیت ...

Read More »

د امریکا سفیر: جمو او کشمیر د هند مهمه برخه ده

په هند کې د امریکا سفیر سرجیو ګور ویلي، چې جمو او کشمیر د هند یوه مهمه برخه ده. نوموړي دا څرګندونې د جمو او کشمیر د سری‌نګر ښار ته د خپل لومړي سفر پر مهال کړې دي. ګور دغه سیمه «بې‌سارې ښکلې» بللې او د سیمې د امنیتي وضعیت ...

Read More »

د کرمانشاه له لارې ترکیې او افغانستان ته د عراق د تېلو د رېل پټلۍ ټرانزیټ پیل شو

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د عراق د تېلو د محصولاتو لومړۍ ۵۰ زره ټنه جوپه د ترکیې او افغانستان بازارونو ته ولېږدول شوه، دغه ټرانزیټي لاره‌ د ایران کرمانشاه ولایت د چارواکو په حضور کې د یوې غونډې پر مهال په رسمي ډول پرانیستل شوه.د کرمانشاه ...

Read More »

ا.ا : خپلواکي د افغانانو د سرښندنو او قربانیو پایله ده

ا.ا د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت په یوې اعلامیې کې د افغانستان خلکو ته د دې ورځې مبارکي ویلې او د هېواد خپلواکي یې د «افغانانو د سرښندنو، قربانیو او جهاد» پایله بللې ده.په اعلامیه کې راغلي، چې ۱۰۷ کاله وړاندې د ...

Read More »

د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه؛ د افغانستان د آزادۍ تاریخي ورځ

نن چهارشنبه، د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له ۱۰۷مې کلیزې سره برابره ده. د زمري ۲۸مه د افغانستان په تاریخ کې د یوې مهمې ملي ورځې په توګه یادېږي او هر کال د هېواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په ویاړ لمانځل کېږي.افغانستان ۱۰۷ ...

Read More »