د نیویارک ښاروال زهران ممداني ویلي، د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو باید د جګړې د جرمونو په تور محاکمه شي. هغه د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو حکم ته په اشارې ویلي، د نتنیاهو پر وړاندې د لګېدلو تورونو قانوني څېړنه باید ترسره شي.
ممداني په یوه ویډیويي پیغام کې ټینګار کړی چې د نیویارک ښار اداره د نتنیاهو د نیولو خپلواک قانوني صلاحیت نه لري. د هغه په وینا، د جرمونو نړیوالې محکمې د نیولو حکم پلي کول د ښار د قانوني واک له چوکاټه بهر دي.
هغه زیاته کړې، د خپلې ادارې له حقوقي ارزونې وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې د نیویارک ښار نهشي کولای د ICC د نیولو حکم عملي کړي، که بنیامین نتنیاهو دغه ښار ته سفر هم وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال شوې چې د جرمونو نړیوالې محکمې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د بنیامین نتنیاهو او د اسراییلو د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانټ د نیولو حکم د بشریت ضد او د جګړې د ادعا شویو جرمونو په تړاو صادر کړی و، خو اسراییل دغه تورونه رد کړي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس