د فرانسې پارلمان د ټولنیزو رسنیو د کارونې په اړه نوی قانون تصویب کړی چې له مخې یې له ۱۵ کلونو څخه کمعمره ماشومان به ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی نهلري. په دې سره فرانسه د اروپايي ټولنې لومړنی هېواد شو چې د استرالیا په څېر یې د ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو د کارونې قانوني محدودیت تصویب کړ.
د فرانسې حکومت وایي، د دې قانون موخه د ماشومانو رواني روغتیا، خوندیتوب او د انلاین زیانونو مخنیوی دی. چارواکي باور لري چې ټولنیزې رسنۍ د ماشومانو پر رواني وضعیت، خوب، زدهکړو او ټولنیز ژوند منفي اغېز کوي او د انلاین ځورونې او زیانمنو محتواوو د خپرېدو خطر هم زیاتوي.
د قانون له مخې، ټولنیزې رسنۍ به مکلفې وي چې د کاروونکو عمر په باوري ډول تایید کړي، د ۱۵ کلونو څخه کمعمره کسانو ته د نوو حسابونو د جوړولو اجازه ور نهکړي او د قانون له نافذېدو وروسته به د دغو ماشومانو موجود حسابونه هم په ټاکلې موده کې وتړل شي. تعلیمي او ځینې علمي وېبپاڼې له دې بندیزه مستثنا دي.
د مالوماتو له مخې، ټاکل شوې چې دا قانون به د روان کال له سپټمبر څخه نافذ شي، او یو شمېر نور اروپايي هېوادونه به هم د ماشومانو د انلاین خوندیتوب لپاره د ورته قوانینو پر تصویب غور کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس