د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالې ادارې مرستېال ویاند قاري تاج محمد همت، رویداد خبري اژانس سره په خبرو کې ،په نورستان کې د وروستیو سېلابونو تازه جزئیات شریک کړي دي. نوموړي ویلي، چې د نورستان ولایت د پارون ښار او شاوخوا سیمو کې د سختو سېلابونو له امله ...
Read More »Monthly Archives: جولای 2026
د ایران په بریدونو کې نږدې ۱۰۰ امریکايي پوځیان ټپیان شوي
د امريکا نامتو خبري شبکې، سيبياېس نیوز راپور ورکړی، چې د جولای له اوومې نېټې راهیسې د ایران له لوري په منځني ختیځ کې پر بېلابېلو امریکايي پوځي اډو د بریدونو له امله نږدې ۱۰۰ امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي. د امریکايي چارواکو په وینا، د ډېرو ټپیانو حالت جدي ...
Read More »د نورستان د پارون د سېلابونو تازه جزییات؛ ۱۱ مړي موندل شوي او ۱۰۵ کسان لا هم ورک دي
د نورستان ځايي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز پارون ښار د ویجاړوونکو سېلابونو له امله تر اوسه ۱۱ مړي موندل شوي او ۱۰۵ نور کسان لا هم ورک دي. د مالوماتو له مخې، دغې طبیعي پېښې خلکو ته شاوخوا ۳۵ میلیونه ډالره مالي زیان اړولی دی.د نورستان ...
Read More »ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو د جوازونو شمېر له ۱۰ زرو اوښتی
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو په نوم د ثبت شویو سوداګریزو جوازونو شمېر د تېرو پنځو کلونو په پرتله لس برابره زیات شوی او اوس له ۱۰ زرو څخه اوښتی دی. د دې ادارې د مالوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال تر ...
Read More »د ایران او امریکا متقابل بریدونه نهمې ورځې ته وغځېدل
د راپورونو له مخې، ایران او امریکا د نهمې پرلهپسې ورځې لپاره هم پر یو بل متقابل بریدونه کړي دي. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) په وینا، امریکايي ځواکونو د ایران پر پوځي قوماندانۍ، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پر اډو او هوايي دفاعي تاسیساتو بریدونه کړي دي. بل ...
Read More »د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام نوی استازی افغانستان ته راورسېد
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) نوی استازی صالح تورهان افغانستان ته رسېدلی دی. صالح تورهان د ملګرو ملتونو د پراختیايي چارو تجربهلرونکی چارواکی دی چې د ټولنیزې او اقتصادي پراختیا، د بېوزلۍ کمولو او د ټولنو د پیاوړتیا په برخو کې یې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې ...
Read More »د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ؛ د بریدونو تازه څپه پیل شوه
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، چې د ایران پر وړاندې یې د بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی. د سینټکام په وینا، دغه عملیات د ایران پر پوځي وړتیاوو، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو اړوندو مرکزونو او نورو پوځي اهدافو متمرکز دي. سینټکام ویلي، چې د ایران ...
Read More »د افغانستان د غالیو په صنعت کې نږدې یو میلیون کسان پر کار بوخت دي
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د افغانستان د غالیو په صنعت کې نږدې یو میلیون کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول بوخت دي.د یاد معاونیت په وینا، ا.ا د لاسي صنایعو، په ځانګړې توګه د غالیو صنعت ته د ودې او پراختیا لپاره ځانګړې پاملرنه کړې ده. د اقتصادي معاونیت ...
Read More »امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري وتړله
د امریکا حکومت په رسمي ډول په پېښور ښار کې خپله کونسلګري وتړله او د پېښور د کونسلګرۍ رسمي ټولنیزې رسنۍ او وېبپاڼه هم غیر فعالې شوې دي.د امریکا کونسلګرۍ د جمعې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې وروسته به د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند ټولې ...
Read More »افغانستان، ایران او تاجکستان د درېاړخیز ترانسپورټي دهلېز پر جوړولو هوکړه وکړه
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ځمکني ترانسپورټ د تړونونو او قوانینو رئیس یارمحمد رمضان، د یوه پلاوي په مشرۍ د ايران په مشهد ښار کې د افغانستان، ایران او تاجکستان په درېاړخیزه غونډه کې ګډون کړی. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه غونډه د درې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس