Home » Tag Archives: رویداد خبری آژانس (page 4)

Tag Archives: رویداد خبری آژانس

ناسا: د اګست په ۱۲مه به بشپړه لمرګرځېدنه رامنځته شي

ناسا اعلان کړی چې د اګست په ۱۲مه (د اسد ۲۱مه) به بشپړه لمرګرځېدنه رامنځته شي، چې د ګرینلنډ، ایسلنډ، د روسیې شمالي سیمو، د اتلانتیک سمندر، هسپانیې او د پرتګال د یوې کوچنۍ برخې اوسېدونکي به یې په بشپړه توګه وویني.د شمالي نیم‌کرې په ګڼو نورو سیمو، لکه د ...

Read More »

ټرمپ: که جمهوري غوښتونکي مات شي، امریکا به د کډوالو له سترې څپې سره مخ شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که د کانګرېس په منځمهاله ټاکنو کې جمهوري غوښتونکي بریالي نه شي، امریکا به د غیرقانوني کډوالو له داسې څپې سره مخ شي چې د اسپانیا وروستۍ کډوالۍ کړکېچ به ورته ډېر کوچنی ښکاره شي.نوموړي دا څرګندونې په کمپ ډیویډ کې له چارواکو سره ...

Read More »

د افغانستان له لارې د تاجکستان او ایران نوی سوداګریز دهلېز فعالېږي

تاجکستان، ایران او افغانستان د نوي ترانسپورټي دهلېز پر جوړولو هوکړه کړې، چې موخه یې د سړک له لارې د سوداګریزو توکو لېږد اسانه کول او د درې واړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ترانزیټي اړیکې پیاوړې کول دي. د تاجکستان د ترانسپورټ وزارت ویلي، دا هوکړه د مشهد په ښار ...

Read More »

اوچا: د افغانستان سېلاب ځپلې سیمې د ناچاوده مهماتو له خطر سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې سخت بارانونه، ناڅاپي سېلابونه او اړوند طبیعي پېښې لا هم د افغانستان په مرکزي، ختیځو، شمال ختیځو او سوېل ختیځو سیمو کې پر خلکو اغېز کوي.د راپور له مخې، غزني، کاپیسا، لغمان، لوګر، ...

Read More »

د جولای ۳۰مه؛ د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ

د جولای ۳۰مه هر کال په ټوله نړۍ کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې، د دې ناوړې پدیدې په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو او د قربانیانو د حقونو د ملاتړ په موخه نمانځل کېږي.سږکال د ملګرو ملتونو له خوا د دې ورځې شعار «د درغلۍ تر ...

Read More »

جرمني: رد شوي افغان پناه غوښتونکي به له جرمي سابقې پرته هم وشړل شي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت وايي، له دې وروسته به افغانستان ته د پناه غوښتونکو د شړلو لپاره د جرمي سوابقو شتون شرط نه وي، بلکې هغه کسان هم ایستل کېږي، چې د پناه غوښتنې غوښتنليکونه یې رد شوي دي. راپورونو پر اساس، دا څرګندونې وروسته له ...

Read More »

د افغانستان د تورو ډبرو لومړۍ جوپه امريکا ته صادر شوې

د هرات د ولایت مقام ويلي، چې د دغه ولایت د زنده‌جان د تورو ډبرو لومړۍ جوپه چې ارزښت یې ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسيږي، د یوه شرکت له خوا د امریکا ته صادر شوې ده.د هرات د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ...

Read More »

بې‌پولې ډاکټران: افغان کډوال د نیول کېدو له وېرې درملنې ته نه ځي

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان (IFRP) د افغان کډوالو پر ژوند او روغتیايي خدمتونو منفي اغېز کړی دی. دغه سازمان ویلي، ډېری افغان کډوال د نیول کېدو، د اسنادو د پلټنې او جبري ایستلو له وېرې روغتیايي ...

Read More »

ملګري ملتونه: د پاکستان پوځي رژيم د بریدونو له امله لسګونه ملکي افغانان ټپيان او وژل شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د جون تر ۳۰مې پورې د پاکستان د پوځي رژیم په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان شوي ...

Read More »

په امریکا کې د ایران پر ضد د جګړې ملاتړ کم شوی؛ یوازې یو پر درېیمه برخه خلک یې ملاتړ کوي

د رویټرز/ایپسوس د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې، د ایران پر ضد د امریکا د پوځي اقدام ملاتړ د تېرو پنځو میاشتو تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوی دی. د سروې پایلې ښيي چې یوازې له هرو درېیو امریکایانو یو کس د ایران پر ضد د جګړې ملاتړ کوي، ...

Read More »