Home » Tag Archives: رویداد خبری آژانس (page 2)

Tag Archives: رویداد خبری آژانس

تر ۲۰۳۰ کال پورې به له ۶۰۰ میلیونو ډېر کسان له لوږې سره مخ وي

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، که څه هم په نړۍ کې د لوږې د کمولو په برخه کې لږ پرمختګ شوی، خو لا هم په میلیونونو خلک نه شي کولای هره ورځ کافي خواړه ترلاسه کړي. په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶۷۳ میلیونه کسان له لوږې سره مخ ...

Read More »

پزشکیان: له امریکا او اسرائیلو سره جګړې د ایران اقتصادي ستونزې زیاتې کړې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې له امریکا او اسرائیلو سره د جګړې له پیل وروسته د ایران اقتصادي ستونزې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي ویلي، د وارداتي توکو د لګښتونو زیاتېدو او د تېلو د پلور کمېدو له امله ...

Read More »

خلیلزاد: واشنګټن دې له افغانستان سره خپل تعامل پراخ کړي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، واشنګټن باید له افغانستان سره خپل تعامل پراخ کړي، ځکه د نوموړي په باور، له افغانستان څخه مخ اړول جیوپولیټیک تشه رامنځته کوي چې د ترهګرو ډلو او د امریکا سیالانو لپاره د فعالیت فرصت برابروي.خلیلزاد ویلي، د ...

Read More »

افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو یو یې له حادې خوارځواکۍ سره مخ دی

د ماشومانو د ژغورنې سازمان په تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې له هرو لسو له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو نږدې یو یې له حادې خوارځواکۍ سره مخ دی. د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.راپور ...

Read More »

کلمبیا کې د ۷.۴ درجې زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۶۵ ته ورسېد

کلمبیا کې د ۷.۴ درجې زلزلې د قربانیانو شمېر تازه ۲۶۵ کسانو ته رسېدلی او شاوخوا ۵۰۰ کسان لا هم نادرکه دي. د کلمبیا د چارواکو په وینا، نږدې ۳۷۷۰ کسان ټپیان شوي او له ۹۵۵۰ ډېر کورونه هم ویجاړ شوي دي. د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او ...

Read More »

پر بېړیو تازه بریدونه؛ د ایران جګړه کې د خبرو اترو بهیر لا هم له خنډ سره مخ دی

په داسې حال کې چې د ایران د جګړې د پای ته رسېدو هیلې یو ځل بیا کمزورې شوې دي، د سې شنبې په ورځ په سره سمندر او عمان خلیج کې پر سوداګریزو بېړیو د جلا جلا بریدونو راپورونه ورکړل شوي. د یمن د ترانسپورټ وزارت ویلي، د باب‌المندب ...

Read More »

د افغان کډوالو د انتقال په برخه کې د خنډونو په اړه اندېښنې

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پنځم کال پوره کېدو په درشل کې، د کډوالو د حقوقي مرستې نړیوال سازمان «IRAP» وايي، لا هم ګڼ افغان کډوال او د امریکا پخواني همکاران له دغه هېواده بهر له نامعلومه برخليک سره مخ دي دغه سازمان وايي، د ډونالډ ...

Read More »

هانا: ایران کې د افغانانو د ایستلو طرحه د اندېښنې وړ ده

د بشري حقونو سازمان هانا وايي، د ایران د کورنیو چارو وزارت د «غیرمجازو افغان اتباعو د تنظیم او ایستلو طرحه» لا هم نه ده ځنډولې او د دې تګلارې پلي کېدل دوام لري.دغه سازمان اندېښنه څرګندوي چې په ایران کې د وروستیو امنیتي او جګړه‌ییزو شرایطو له امله د ...

Read More »

ایران د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره امریکا ته نوي شرطونه ایښي

د ایران د ملي امنیت شورا منشي محمدباقر ذوالقدر ویلي، د هرمز تنګي د بشپړ بیا پرانیستلو لپاره باید امریکا خپل «چلند» بدل کړي او د تهران غوښتنې ومني. د نوموړي په وینا، په دغو شرطونو کې د جګړې او پوځي بریدونو د پای ته رسېدو، د ایران شاوخوا سیمو ...

Read More »

پزشکیان: افغانستان او پاکستان د ایران د سرحدي امنیت په برخه کې همکاري کړې ده

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، افغانستان او پاکستان د ایران او بهرنیو عناصرو ترمنځ د وروستیو شخړو پر مهال له تهران سره د خپلو پولو د امنیت په برخه کې همکاري کړې ده.نوموړي ویلي، د دواړو هېوادونو امنیتي ځواکونو ژمنه کړې وه چې له خپلو خاورو څخه به د ...

Read More »