Home » سیمه او نړی » په امریکا کې د ایران پر ضد د جګړې ملاتړ کم شوی؛ یوازې یو پر درېیمه برخه خلک یې ملاتړ کوي
د ايران او امريکا ترمنځ جګړه

په امریکا کې د ایران پر ضد د جګړې ملاتړ کم شوی؛ یوازې یو پر درېیمه برخه خلک یې ملاتړ کوي

د رویټرز/ایپسوس د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې، د ایران پر ضد د امریکا د پوځي اقدام ملاتړ د تېرو پنځو میاشتو تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوی دی. د سروې پایلې ښيي چې یوازې له هرو درېیو امریکایانو یو کس د ایران پر ضد د جګړې ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې ډېری ګډونوال د امریکا د پوځي ښکېلتیا په اړه اندېښنې لري.
د نظرپوښتنې له مخې، ۶۹ سلنه امریکایان، چې د جمهوري غوښتونکو یو شمېر پلویان هم پکې شامل دي، باور لري چې ډونالډ ټرمپ د ایران په اړه د امریکا د پوځي ښکېلتیا موخې په روښانه ډول نه دي بیان کړې. ټرمپ د دې شخړې لپاره بېلابېلې موخې یادې کړې دي، چې پکې د ایران د اټومي وسلو د جوړولو مخنیوی، د بالستیک توغندیو د وړتیاوو کمول او په ایران کې د سیاسي بدلونونو ملاتړ شامل دي.

بلخوا د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي چې ټرمپ به یوازې د خلکو د نظرپوښتنو له مخې خپلې پرېکړې نه بدلوي؛ بلکې هغه به د خپل حکومت د هدفونو له مخې عمل ته دوام ورکړي. د دوی مهم هدف دا دی چې ایران اټومي وسله جوړه او ترلاسه نه کړي.
نوموړې ټینګار کړی چې د امریکا د خلکو لپاره د هېواد امنیت تر ټولو مهم دی.
د راپور له مخې، د ایران پر ضد د جګړې ملاتړ له هغه وروسته چې امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ په ۲۸مه پوځي عملیات پیل کړل، تر ۴۰ سلنې کم پاتې شوی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران: کرمان غواړي د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پُل شي

د ایران د کرمان د ...